IQNA

د فرانسې د جوماتونو  اتحادیه د اسلام ضده لیکوال به خلاف شکایت کوي

16:17 - January 14, 2023
د خبر لمبر: 3486746
ایکنا-(تهران)د فرانسې د جوماتونو اتحادئې په یوې اعلامیې کې ووئيل، ددغه هیواد د اسلام ضده لیکوال میشل هولیک څخه د مسلمانانو په ضد د هغه د وروستیو څرګندونو په خاطر عدالت ته شکایت کوي.

ایکنا د فرانسې خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د فرانسې دجوماتونو اتحادئې پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،ددغه ه۹یواد جنجالی ناؤل لیکونکی  میشل هولیک(ولبک) په ضد دهغه په څرګندونو کې د تاؤتریخوالي،لمسونکو او کرکه رامینځةکونکو خبرو په دلیل  عدالت ته شکایت کوي.

هغه تورن دی چې له  «Front Populaire» خپرونې سره  په مرکې کې وئيلي دي،چې په فرانسې کې مسلمانان  باید  له فرانسویانو څخه له  غلا،تیریو او غلطو کارونو لاس واخلي.

هولبک په دغې مرکې کې روښانه کړې ده ، چې د ؛لوي ځای ناستي؛ نظرئې  د زوړپالو افراطیانو په وسیله ئې ملاتړ کیږي،  یواې  یوه نظره نه ده ،بلکې یو واقعیهټ دی . دغه نظریه چې ډیری ئې د دسیسې توَهم ګڼي، مدعی ده چې  مسلمانان په نامحسوسه بڼه پر  اصیلو فرانسویانو(په کلی توګه په اروپایانو) باندې دمسلط کیدا په حال کې دي او ډير زر به د فرانسې (په کلی توګه د اروبا)هویَت بدل کړي.

په نومبر میاشت کې د خبرواترو د متن له خپریدا ورسوته د پاریس د لوي جومات مشر شمس الدین حافظ د دسمبر په اته ویشتمه نیټه  د هولبک په ضد شکایت وکړ، دحافظ صیب په وینا، ددغو خبرواترو په یوې برخې کې د  مسلمانانو په ضد دنفرت اچونې او دهغوپه ضد دلمسونې اوتاؤتریخوالی رامینځةکولو خبرې شوي دي.

 هولبک  وئیلي دي ،چې د مرکې بحث راپارونکي برخې به په آنلاین بڼه او د هغه په کتاب کې چې په راتلونکي کې خپریږي،سمې او حذف شي.

 د فرانسې د جوماتونو داتحادئې مشر محمد موسوي  په اعلامیې کې وئيلي دي ،ددغو مطلبونو د حذفولو لپاره د هغه څرګندونې په راتلونکي کې ددغو څرګندونو په خپریدا نه ختمیږي او مسلمانان  دهغو له نتیجو خوندی  نه ساتي.

دمحکمې یا څارنوالۍ وکیل نجوا الحایط فرانس پریس آژانس ته ووئيل، چې د «Front Populaire» افراطي خپرونې دیوه غړي سټیفن سیمون  نامه او د  همداراز د  د مرکې کونکي میشل اونفری نامه هم په دغه شکایت کې راوړل شوې ده.

هولبک ، چې  په دغه هیواد کې ئې کتابونه ډير زیات اخستونکي  او مینه وال لري، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دیوه مسلمان د بریالیتوب په باب په ۲۰۱۵کال کې  د ؛تسلیم؛ په نامې سره مشهور ناؤل  ولیکۀ چې  په دغه هیواد کې د اسلام د سلطې په دلیل د ښي  او زوړ پالو  تبلیغاتو ته لمن وهي.

https://iqna.ir/fa/news/4114419/%D

captcha